تاند (د تله ۱۷ مه)، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د لنډمهاله حکومت پرېکړه وغندله.
ده د بشري حقونو له نړیواله ادارو وغوښتل چې په پاکستان کې د کډوالو د وضعیت په اړه څېړنه وکړي.
مولانا فضل الرحمان په یوه خبري غونډه کې وویل، د پاکستان پولیس پر افغان کډوالو د «لېوانو» په شان حملې کوي.
ده زیاته کړه:«ایا دا بشري حقونه دي؟ زه د بشري حقونو له سازمانونو غواړم چې پاکستان ته راشي او د افغان کډوالو د بشري حقونو وضعیت وګوري.»
مولانا فضل الرحمان وویل، د پاکستان حکومت ویلي چې ټول غیرقانوني کډوال دې ووځي، غیرقانوني کډوال خو یوازې پښتانه نه دي. لیکن حمله یوازې پر پښتنو کېږي. ولې؟ او بیا د قانوني او غیرقانوني پروا نه کوي. هغوی چې کارت لري او که یې نه لری، نیسي یې او ځوروي یې. ایا بې له پښتنو کوم بل کډوال یې نیولی او ورته ویلي چې له پاکستانه ووځي؟»
د پاکستان حکومت ویلي چې ټول غیرقانوني کډوال باید د روان اکتوبر تر پایه له پاکستانه ووځي کنې نیول کېږي او په زوره ایستل کېږي. خو دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو نیونې او ځورونې له وړاندې پیل کړي دي د کورونو پاکستاني خاوندانو ته یې ویلي چې ژر تر ژره له خپلو کورونو افغانان وباسي.
د پاکستان حکومت ملایانو او عامو خلکو ته اعلان کړی چې که غیرقانوني افغانان ور وپېژني نومونه به یې پټ وساتي او جایزه به هم ورکړي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/27590